دخپریدو نیټه :شنبه ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۲۳
د مطلب کود : 299325
په دایکندي ولایت کې د ۶۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت دوه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د دایکندي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په تخت عروس سیمه کې د ۶۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د دوو ښوونځیو د جوړولو او د کډوالو د اوسېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس : د بامیان ولایت د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت په تخت عروس او حصارک مهاجرینو سیمو کې د دوو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس مولوي رحمت الله قنديلي د پرانېستې په مراسمو کې وويل، چې د يادو ښوونځيو جوړول د دغه ولايت د زده کوونکو د علمي او فرهنګي کچې په لوړولو کې ډېر مهم رول لوبولى دى.
د چارواکو په وینا، دغه دوه ښوونځي د وطن WSTA له خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي مرسته د څه باندې ۶۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت رغول شوي چې د ساتنې دیوال، مجهز درسي خونو، عصري کتابتونونو، د برېښنا سیستم په څېر اسانتیاوې لري. د سپورت ځای او لابراتوار سمبال دی.
https://avapress.net/vdcf01d0tw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته