کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکندي ولایت کې د ۶۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت دوه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

5 عقرب 1403 ساعت 19:23

د دایکندي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په تخت عروس سیمه کې د ۶۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د دوو ښوونځیو د جوړولو او د کډوالو د اوسېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا : د بامیان ولایت د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت په تخت عروس او حصارک مهاجرینو سیمو کې د دوو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس مولوي رحمت الله قنديلي د پرانېستې په مراسمو کې وويل، چې د يادو ښوونځيو جوړول د دغه ولايت د زده کوونکو د علمي او فرهنګي کچې په لوړولو کې ډېر مهم رول لوبولى دى.
د چارواکو په وینا، دغه دوه ښوونځي د وطن WSTA له خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي مرسته د څه باندې ۶۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت رغول شوي چې د ساتنې دیوال، مجهز درسي خونو، عصري کتابتونونو، د برېښنا سیستم په څېر اسانتیاوې لري. د سپورت ځای او لابراتوار سمبال دی.


د مطلب کود: 299325

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299325/په-دایکندي-ولایت-کې-د-۶۶۰-زره-امریکايي-ډالرو-لګښت-دوه-ښوونځي-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شول

آوا
  https://www.avapress.net