دخپریدو نیټه :شنبه ۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 299278
لوګر کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګڼو پروژو د تطبیق چارې پیل شوې
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د لوړو زده کړو په موسسه کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اتو پروژو د تطبیق چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت سرپرسته ندا محمد ندیم وايي، د هېواد د لوړو زده کړو د مرکزونو پراختیا او هراړخیز پرمختګ د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.
 
نوموړي دغه راز د لوګر د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو له استازو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې یې واورېدې او د دوی د غوښتنو او ستونزو د حل په موخه یې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د پاملرنې ډاډ ورکړ.
 
په دې مراسمو کې د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رئیس مولوي ضیاءالرحمن سرمحقق په خپلو خبرو کې وویل: په دغو پروژو کې د یاد انستیتیوت د احاطې دیوال د پاتې برخې بشپړول، د بڼې بیارغونه او د پاتې برخو کار شامل دی. د عامه دروازې، د اوبو د څلورو ژورو څاګانو کیندل، د معیاري کانټینن جوړول، د یو سربند جوړول، د عامه بریښنا او نوري فایبر سره د انسټیټیوټ نښلول او همدارنګه د شبکې پروژې.
https://avapress.net/vdccmoqi42bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته