کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګڼو پروژو د تطبیق چارې پیل شوې

5 عقرب 1403 ساعت 11:28

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د لوړو زده کړو په موسسه کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اتو پروژو د تطبیق چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د لوړو زده کړو وزارت سرپرسته ندا محمد ندیم وايي، د هېواد د لوړو زده کړو د مرکزونو پراختیا او هراړخیز پرمختګ د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.
 
نوموړي دغه راز د لوګر د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو له استازو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې یې واورېدې او د دوی د غوښتنو او ستونزو د حل په موخه یې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د پاملرنې ډاډ ورکړ.
 
په دې مراسمو کې د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رئیس مولوي ضیاءالرحمن سرمحقق په خپلو خبرو کې وویل: په دغو پروژو کې د یاد انستیتیوت د احاطې دیوال د پاتې برخې بشپړول، د بڼې بیارغونه او د پاتې برخو کار شامل دی. د عامه دروازې، د اوبو د څلورو ژورو څاګانو کیندل، د معیاري کانټینن جوړول، د یو سربند جوړول، د عامه بریښنا او نوري فایبر سره د انسټیټیوټ نښلول او همدارنګه د شبکې پروژې.


د مطلب کود: 299278

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299278/لوګر-کې-د-۶۶-میلیونه-افغانیو-په-ارزښت-ګڼو-پروژو-تطبیق-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net