دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 299157
بهرنی سوداګر غواړي چي په پروان ولایت کې پانګونه وکړي
د پروان ولايت د صنايعو او سوداګرۍ رياست په دغه ولايت کې د پانګونې د زمينې د څېړلو په موخه د يو شمېر بهرنيو سوداګرو له شتون څخه خبر ورکوي او وايي چې غواړي په دغه ولايت کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست په دغه ولایت کې د پانګونې د زمینې د څیړلو په موخه د یو شمیر بهرنیو سوداګرو د شتون خبر ورکړی دی.
 
د دې ادارې د مسوولینو په وینا، دوی د کرنیزو محصولاتو د ذخیره کولو لپاره د سړو خونو د فعالولو غوښتنه کړې ده.
 
دغه راز د پروان ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس وويل چې دغو بهرنيو سوداګرو له ده سره د پانګې اچونې د شرايطو په اړه خبرې کړې او خپله لېوالتيا يې څرګنده کړې ده.
 
ویل کیږي چې دوی په پروان ولایت کې د بوستان سبز صنعتي او کرنیز شرکت څخه لیدنه وکړه او د پانګونې غوښتنه یې وکړه.
https://avapress.net/vdciw3aryt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته