دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 299128
یوناما د ژمي له ستونزو سره د مقابلې لپاره له افغانستان سره د مرستې غوښتنه کوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په سیاسي چارو کې د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل او د راتلونکي ژمي د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د افغانستان لپاره د مرستو جلب اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لومړي وزیر د مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په ارګ کې وکتل.
 
د دغه رياست په وينا، اتنبايوا له افغانستانه بهر د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د مرستو د جلبولو لپاره له مرستندويه هېوادونو او ادارو سره خبرې کړې او يوناما د راتلونکي ژمي لپاره د اړتيا وړ مرستو يوه برخه ترلاسه کړې ده.
 
نوموړي له ګاونډیو او سیمې سره د افغانستان د پولو تړل د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې د افغان بزګرانو د زیانونو لامل وباله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت باید له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي او یوناما هم د دغو ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي هم د اسلامي امارت له لوري د نشه يي توکو او الکولو پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون د جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې یو ښه نوښت وباله او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
 
په همدې حال کې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي.
 
د رئیس الوزرا سياسي مرستيال د نشه يي توکو او الکولو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسيون پر طرزالعمل کار روان دى او زياته يې کړه، چې ډېر ژر به بشپړ شي.
 
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت ځینو چارواکو له افغانستان سره د نشه یي توکو د کرکیلې د بدیل په برخه کې د نړیوالې ټولنې د نه همکارۍ په اړه شکایتونه کړي او له دوی یې غوښتي چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
https://avapress.net/vdcgxy9x7ak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته