د صهیونیسټي پوځ ویاند ادعا وکړه چې په غزې تړانګه کښې د رژیم د جنګیالیو د نویو حملو په ترڅ کښې ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د اسرائیلو پوځ او د شین بیټ د احتمالي تحقیقاتو په حال کښې دي چې یو یې یحیی السنوار دی.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم له خوا د خپرو شویو انځورونو له مخې ویل کیږی چې د دغه رژیم په حمله کښې یو له هغو کسانو څخه چې شهید شوی دی، یحیی سنور دی. په عین حال کښې صهیونیسټی پوځ ویلی دی چې د یحیی السنوار مړی به د تحقیقاتو لپاره نیول شویو سیمو ته انتقال کړی. څه موده وړاندې د صهیونیسټي رژیم چارواکو د یحیی السنور د شهادت احتمال راپورته کړ او څه موده وروسته اعلان شو چې آل سنور له قطریانو سره په اړیکه کښې دی.