دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۲۱
د مطلب کود : 298806
اسلامي امارت د ایران او پاکستان په پوله د افغان کډوالو د وژل کیدو د راپورونو د څیړلو لپاره پلاوی وټاکه
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی چې په ایران کې د افغانانو د وژلو راپور وڅېړي. 
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي. 
فطرت لیکلي، پلاوی به د دې موضوع په اړه پوره څېړنه وکړي او خپل راپور به لومړي وزیر ته واستوي.
هغه زیاته کړه: "دغه پلاوي پرون، تیره شپه او نن په پرله پسې توګه کار کړی او هڅه کوي چې څومره ژر چې امکان ولري حقیقت روښانه کړي او خپل هیوادوال خبر کړي."
https://avapress.net/vdciuvarqt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته