افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د وسلو قاچاق یوازې په افغانستان کې نه دی، بلکې په ټولو هېوادونو کې شته او له یوه هېواده بل هېواد ته قاچاق کېږي.
قانع ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ادارو ته شته وسلې او مهمات په ډیپوګانو کې ساتل کېږي.
هغه وويل، چې د کورنيو چارو وزارت له افغانستان څخه د وسلو د پېر، پلور او قاچاق مخه نيولې او کشفي ځواکونه مکلف دي، چې داسې کسان وپېژني او ونيسي.
پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د پاکستان استخباراتي ادارو په یوه موټر کې د امریکايي وسلو یوه بار وړونکې کښتۍ نیولې چې ګمان کېده د تورخم له لارې پاکستان ته قاچاق کېدل.