دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 298453
پر لبنان د صهیونیسټانو د حملو د شهیدانو شمیر ۲۲۵۵ ټنو ته ورسید / د غزې د شهیدانو شمیر ۴۲۱۷۵ ټنو ته ورسید
د لبنان د روغتیا وزارت په دغه هیواد باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د شهیدانو شمیر ۲۲۵۵ تنه شهیدان او ۱۰۵۲۴ تنه زخمیان اعلان کړل. له بلې خوا په غزه کښې دصهیونیسټ رژیم د تیریو د شهیدانو ټولټال شمیر ۴۲۱۷۵ شهیدان او ۹۸۳۳۶ ژوبل شوی دی .
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د روغتیا وزارت نن شنبه د سلواغې ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې پر لبنان د صهیونیسټی رژیم د حملو د شهیدانو شمیر ۲۲۵۵ او د زخمیانو شمیر ۱۰۵۲۴ تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت زیاته کړه: په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په لبنان باندې د اسرائیلو په حملو کښې ۲۶ تنه شهیدان او ۱۴۴ تنه ژوبل شول.
همداشان نن هم د لبنان په جبل المصره سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د تیریو او حملو په نتیجه کښې ۵ تنه شهیدان او څوارلس نور ژوبل شول.
 
له بلې خوا د غزې د روغتیا وزارت په یوه بیانیه کښې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو نوی احصائیه خپره کړه.
د دغه راپور له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو کښې ۴۹ فلسطینیان شهیدان شوی او د هغوی جسدونه روغتونونو ته وړل شوی دی. په دغه موده کښې ۲۱۹ فلسطینیان ژوبل شوی هم دی او په لسګونو فلسطینیان په ورک شویو کسانو کښې شامل دی چې د صهیونیسټانو د حملو د زیاتیدا له کبله نشی رسیدلی.
په دې توګه د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اوومې راهسې په غزې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د شهیدانو ټولټال شمیر ۴۲۱۷۵ شهیدان او ۹۸۳۳۶ ژوبل شوی دی .
صهیونیسټ رژیم په دې وروستیو ورځو کښې د غزې په شمال کښې د جنرالانو د پلان په نامه په یوه نوی پلان سره خپل جنایتونه پیل کړی دی چې له امله یې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې او شهیدانو شمیر زیات شوی دی.
صهیونیسټ رژیم له تیرو ۲۴ ساعتونو راهسې په ځلونو د غزې په شمال کښې د جبالیا او د هغه په ​​کمپ کښې په مختلفو سیمو حملې وکړې . په دغو بریدونو کښې د جبالیه کمپ په لویدیځ کښې د څو کورونو په ویجاړولو سربیره یو شمیر فلسطینیان شهیدان او یو شمیر نور ژوبل شول. تر اوسه د دغه وحشیانه برید د قربانیانو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو المیادین په غزه کې د فلسطیني طبي سرچینو په حواله په دغه وحشیانه برید کې د شهیدانو لومړنی شمېر ۲۲ تنه اعلان کړی، چې یو شمېر یې ماشومان او ښځې دي. په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۰ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
دغه راپور زیاتوي چې په دغه وحشیانه برید کې ۱۴ نور کسان لادرکه شوي او د برخلیک په اړه یې معلومات نشته. په ورته وخت کې په غزه کې فلسطیني سرچینو اعلان کړی چې د غزې په ختیځ کې د الطفاح په سیمه کې پر یوې ودانۍ د اسرائیلو د هوايي برید په ترڅ کې ۳ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
https://avapress.net/vdcgn79xwak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته