افغان غږ خبری آژانس: د قندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست دمطبوعاتي مسوول محمد حنيف حقمل باختر آژانس ته ويلي چې دغو بارانونو د سپين بولدک ولسوالۍ د رباط او کوچي په سيمو کې دکرنيزو ځمکو، د انګورو حاصلات، خټکي، هندواڼې او حاصلات هم اړولي دي. بېلابېل سبزيجات يې له منځه وړي او کروندګرو ته يې ډېر زيانونه اړولي دي.