د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې سختو اورښتونو درې زره جريبه کرنيزه ځمکه او د مېوو باغونه تخريب کړي دي.
په کندهار کې بارانونو درې زره جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه ویجاړ کړي دي
29 اسد 1403 ساعت 9:06
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې سختو اورښتونو درې زره جريبه کرنيزه ځمکه او د مېوو باغونه تخريب کړي دي.
آوا: د قندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست دمطبوعاتي مسوول محمد حنيف حقمل باختر آژانس ته ويلي چې دغو بارانونو د سپين بولدک ولسوالۍ د رباط او کوچي په سيمو کې دکرنيزو ځمکو، د انګورو حاصلات، خټکي، هندواڼې او حاصلات هم اړولي دي. بېلابېل سبزيجات يې له منځه وړي او کروندګرو ته يې ډېر زيانونه اړولي دي.
د مطلب کود: 295496