افغان غږ خبری آژانس - کابل: یوې سرچینې د جمعې په ورځ د اسد په ۲۶ مه وویل، چې دغه عسکر په بلوچستان ایالت کې د برق په پایو ځړول شوی دی.
د هشت صبح له قوله ویل شوي، چې دغو سرتېرو د افغانستان په تېر حکومت کې په هلمند کې د پولیسو په توګه دنده ترسره کوله. خو د جمهوریت له ړنګیدو وروسته یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پناه واخیسته.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخواني سرتېري د جمعې په ورځ د اسد په ٢٦مه د بلوچستان ايالت په "دالبندي" سيمه کې په ډزو ووژل شول.
سرچینه زیاتوي، د دالبندي سیمه د ایران پولې ته څېرمه پرته ده.
د وژل شویو کسانو نومونه روزی خان، سمیع الله، سنګری، اسحاقزی او رحمت الله دی.
د دې پېښې لامل او عاملین لا هم معلوم نه دي.