کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان حکومت د پنځو پخوانیو پوځیانو جسدونه موندل شوي دي

27 اسد 1403 ساعت 15:12

رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان حکومت د پخوانیو هغو پنځو سرتېرو جسدونه موندل شوي، چې په بې رحمانه ډول وژل شوي دي.


آوا - کابل: یوې سرچینې د جمعې په ورځ د اسد په ۲۶ مه وویل، چې دغه عسکر په بلوچستان ایالت کې د برق په پایو ځړول شوی دی.

د هشت صبح له قوله ویل شوي، چې دغو سرتېرو د افغانستان په تېر حکومت کې په هلمند کې د پولیسو په توګه دنده ترسره کوله. خو د جمهوریت له ړنګیدو وروسته یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پناه واخیسته.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخواني سرتېري د جمعې په ورځ د اسد په ٢٦مه د بلوچستان ايالت په "دالبندي" سيمه کې په ډزو ووژل شول.

سرچینه زیاتوي، د دالبندي سیمه د ایران پولې ته څېرمه پرته ده.

د وژل شویو کسانو نومونه روزی خان، سمیع الله، سنګری، اسحاقزی او رحمت الله دی.

د دې پېښې لامل او عاملین لا هم معلوم نه دي.


د مطلب کود: 295435

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295435/د-پاکستان-په-بلوچستان-ایالت-کې-افغان-حکومت-پنځو-پخوانیو-پوځیانو-جسدونه-موندل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com