دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 295390
سبا د اسد ۲۸ مه عمومي رخصتي اعلان شوې ده
د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې سبا یکشنبه د اسد ۲۸ مه له انګریزي استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه موضوع اعلان کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې له انګلستان څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په مناسبت عمومي رخصتي اعلان شوې وه.
https://avapress.com/vdcdnk0xzyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته