کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سبا د اسد ۲۸ مه عمومي رخصتي اعلان شوې ده

27 اسد 1403 ساعت 9:25

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې سبا یکشنبه د اسد ۲۸ مه له انګریزي استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه موضوع اعلان کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې له انګلستان څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په مناسبت عمومي رخصتي اعلان شوې وه.


د مطلب کود: 295390

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/295390/سبا-د-اسد-۲۸-مه-عمومي-رخصتي-اعلان-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com