دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 293117
په متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش سیستم پرانیستل شو
د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت له خوا افغانانو ته د برېښنايي تذکرو د وېش د لړۍ د پرانیستلو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ابوظبۍ کې د افغانستان په سفارت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ پرانیستل شوه.

په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني هم د دغه سیستم په پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdcizparyt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته