دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 293121
په غزني کې په تېره یوه میاشت کې نږدې ۳۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې په تېره یوه میاشت کې یې د غزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو خدمتونو کې د درملو ویش، د ټپیانو درملنه، د واکسین تطبیق او ماشومانو ته د ځانګړو خوړو برابرول شامل دي.

تر دې وړاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې په یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو اعلان کړی و.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کلونو کې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې له روغتيايي مرکزونو سره د نړيوالې ټولنې مرستې کمې شوې دي.
https://avapress.com/vdcdxs0xfyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته