دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 293115
د افغان حکومت د کابینې نوې ټاکنې؛ هدایت الله بدری د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شو
د حکومت ویاند اعلان کړی چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې د هېواد د مرکزي بانک پخوانی رئیس هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم وزارت له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د مرکزي بانک پخوانی رئیس هدایت الله بدری ټاکلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (شنبه، د سرطان ۱۶مه) یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې ښاغلی دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د مرکزي بانک پخوانی لومړی مرستیال ملا نوراحمد آغا د دغه بانک د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
https://avapress.com/vdcgqw9xnak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته