کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان حکومت د کابینې نوې ټاکنې؛ هدایت الله بدری د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شو

17 سرطان 1403 ساعت 9:46

د حکومت ویاند اعلان کړی چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې د هېواد د مرکزي بانک پخوانی رئیس هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم وزارت له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د مرکزي بانک پخوانی رئیس هدایت الله بدری ټاکلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (شنبه، د سرطان ۱۶مه) یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې ښاغلی دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د مرکزي بانک پخوانی لومړی مرستیال ملا نوراحمد آغا د دغه بانک د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.


د مطلب کود: 293115

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293115/د-افغان-حکومت-کابینې-نوې-ټاکنې-هدایت-الله-بدری-کانونو-او-پټرولیم-وزارت-سرپرست-شو

آوا
  https://www.avapress.com