دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 293111
په غزه کې د شهیدانو شمیر تر ۳۸ زرو تنو واوښت
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زره او ۹۸ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت په غزه کښې د صهیونیسټانو د وحشیانه تیریو د شهیدانو نوی شمیر ۳۸۰۹۸ تنو ته رسیدلی دی.

د دغه راپور له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټی رژیم د غزې د تړانګې د ښاریانو په خلاف درې قتل عامونه ترسره کړی دی چې په نتیجه کښې یې ۲۹ تنه شهیدان او سل نور ژوبل شوی دی.

د غزې د حکومت د اطلاعاتو دفتر هم په دې خبرې ټینګار سره چې په دغه سیمه د صهیونیسټ رژیم د تیریو له پیل راهسې تراوسه ۱۵۸ خبریالان شهیدان شوی دی .
https://avapress.com/vdccs1qis2bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته