کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر تر ۳۸ زرو تنو واوښت

17 سرطان 1403 ساعت 9:28

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زره او ۹۸ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت په غزه کښې د صهیونیسټانو د وحشیانه تیریو د شهیدانو نوی شمیر ۳۸۰۹۸ تنو ته رسیدلی دی.

د دغه راپور له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټی رژیم د غزې د تړانګې د ښاریانو په خلاف درې قتل عامونه ترسره کړی دی چې په نتیجه کښې یې ۲۹ تنه شهیدان او سل نور ژوبل شوی دی.

د غزې د حکومت د اطلاعاتو دفتر هم په دې خبرې ټینګار سره چې په دغه سیمه د صهیونیسټ رژیم د تیریو له پیل راهسې تراوسه ۱۵۸ خبریالان شهیدان شوی دی .


د مطلب کود: 293111

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293111/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-تر-۳۸-زرو-تنو-واوښت

آوا
  https://www.avapress.com