د افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې په تېره یوه میاشت کې یې د غزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
په غزني کې په تېره یوه میاشت کې نږدې ۳۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي
17 سرطان 1403 ساعت 10:11
د افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې په تېره یوه میاشت کې یې د غزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو خدمتونو کې د درملو ویش، د ټپیانو درملنه، د واکسین تطبیق او ماشومانو ته د ځانګړو خوړو برابرول شامل دي.
تر دې وړاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې په یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو اعلان کړی و.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کلونو کې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې له روغتيايي مرکزونو سره د نړيوالې ټولنې مرستې کمې شوې دي.
د مطلب کود: 293121