د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت له خوا افغانانو ته د برېښنايي تذکرو د وېش د لړۍ د پرانیستلو اعلان وکړ.
په متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو د وېش سیستم پرانیستل شو
17 سرطان 1403 ساعت 9:48
د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت له خوا افغانانو ته د برېښنايي تذکرو د وېش د لړۍ د پرانیستلو اعلان وکړ.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ابوظبۍ کې د افغانستان په سفارت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ پرانیستل شوه.
په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني هم د دغه سیستم په پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مطلب کود: 293117