دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 291921
د لوی اختر د امنیت په اړه له شیعه عالمانو سره د بلخ د سیمه ییزو چارواکو مشورتي ناسته
په داسې حال کې چې د لوی اختر ورځې په رانژدې کېدو دي، د بلخ سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د شیعه علماوو شورا له غړو سره په یوه مشورتي ناسته کې د تبعیض پر مخنیوي د ټینګار ترڅنګ د اختر په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوی نورالهدی ابو ادریس د دغه ولایت د شیعه ګانو د شورا له غړو سره په مشورتی غونډه کښې وویل: په افغانستان کښې د میشتو قومونو او مذهبونو پیروان سره وروڼه دي او له دولت سره د اتحاد او همکارۍ سپارښتنه کیږي، ترڅو هیواد د پرمختګ او سوکالۍ په لور بوځي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت حکومت د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري او دا موضوع باید د خلکو په منځ کې بنسټیز شي.

مولوي ابو ادریس ویلي؛ د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت په اساس؛ د مختلفو قومونو او مذهبونو پیروانو ته لازمه ده چې خپل ورځني ژوند د اتحاد او اتفاق په رڼا کې تیر کړي ځکه چې د اسلامي امارت په نظام کې مذهبي، قومي او ژبني توپیرونه او تبعیض شتون نه لري.

هغه وويل، د کوچني اختر په ورځو کې د امنيتي ځواکونو له خوا ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي او د شيعه ګانو په ګډون د بلخ ولايت ټول خلک په ډاډه زړه کولای شي، چې کومه امنيتي پېښه رامنځته نه شي.

په همدې حال کې د بلخ ولایت د شیعه علماوو د شورا مشر حجت الاسلام والمسلمین حسین علی بیانی وویل: د شیعه ګانو د موندنو له مخې د اسلامی امارت په حکومت کښې وحدت یو اصل ګڼل کیږی او مونږ یې هرکلی کوو. 

هغه زیاته کړه: له حکومت څخه د ملاتړ لپاره خلکو ته زموږ د مشورې دلیل دا دی چې د اسلامي امارت په نظام کې د هېواد د ټولو اوسېدونکو حقوق خوندي دي.

حجت الاسلام بیاني د هیوادوالو د امنیت د تامین په خاطر د اسلامي امارت د حکومت د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: سوله او امنیت د افغانستان د خلکو ارمان دی چې د اسلامي امارت د حکومت په جوړیدو سره پوره شو.

باید وویل شي، چې د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي په بېلابېلو وختونو کې د دغه ولایت د شیعه علماوو له شورا سره مشورتي ناستې کوي.
https://avapress.com/vdcj8ve8vuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته