دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 291901
د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۴۹ تنه مړه شوي دي
د یمن سواحلو ته څېرمه د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۴۹ کسانو د وژل کېدو او د ۱۴۰ کسانو د ورکېدو لامل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو یوې ادارې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یمن په سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۴۹ تنه وژل شوي او ۱۴۰ تنه نور لادرکه دي.

د «TRT» خبري چینل د خبر له مخې، د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه بیان کې اعلان وکړ: دا کښتۍ چې ۲۶۰ تنه غیر قانوني سومالیایي او ایتوپیایان پکښې سپاره ول د یمن په جنوبي ساحل کې ډوبه شوه.

په وژل شویو کې ۳۱ ښځې او ۶ ماشومان هم شامل دي او ۷۱ کسان ژغورل شوي دي. د لټون عملیات دوام لري.

یمن د هغو کډوالو اصلي لاره ده چې له ختیځ او د افریقا له سینګ څخه د فارس خلیج هیوادونو ته د کار لپاره ځي. په یمن کې له جګړې سره سره، دغه هېواد ته د تلونکو کډوالو شمېر په وروستیو کلونو کې درې چنده شوی، چې په ۲۰۲۱ کال کې له ۲۷ زره کسانو څخه تېر کال ۹۰ زرو ته ورسېد. اوسمهال په یمن کې ۳۸۰ زره ناقانونه کډوال مېشت دي.
https://avapress.com/vdchvzniz23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته