دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 291550
په مزارشريف ښار کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د تښتول شوي ماشوم خلاصون
يو اته کلن ماشوم چې شاوخوا اته ورځې مخکې د مزارشريف ښار له دويمې ناحيې څخه د ناپېژاندو وسله والو له خوا هغه مهال تښتول شوى و چې له ښوونځي څخه کور ته پر لاره و، د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته راستون شو. 
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت امنیه قوماندان مولوی عبدالرزاق رشید وایی، دغه اته کلن ماشوم د مزارشریف ښار په دوهمه ناحیه کې له ښوونځی څخه د راستنېدو پر مهال د تښتوونکو له خوا وتښتول شو. له قضيې له څیړلو وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا د دغه ماشوم د خلاصون او د تښتوونکو د نيولو عمليات پيل شول.

هغه زياته کړه چې دغه اته کلن ماشوم په بشپړې روغتيا کې د تښتوونکو له منګولو ازاد شو او د تښتوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د وسله والې نښتې له امله يو تن وژل شوى او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندان د هغو کسانو پر وړاندې چې عامه نظم ګډوډوي د امنیتي ځواکونو جدي مبارزه اعلان کړه او زیاته یې کړه: ډاډ درکوم چې امنیتي ځواکونه به د هېوادوالو د امنیت د تامین لپاره لا زیات کار وکړي.

له بلې خوا د تښتول شوي ماشوم پلار حميدالله فيروز د خپل زوى په راستنيدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د تښتوونکو له منګولو څخه د زوى په خلاصون کې د امنيتي ځواکونو هلې ځلې د ستاينې وړ دي او وویل: تښتوونکي زما د زوی د خلاصون په بدل کې سل زره ډالرو غوښتنه کړي وه.

هغه زیاته کړه: له حکومت څخه د مننې په ترڅ کې غواړم چې د هېوادوالو د ژوند او مال د خوندیتوب په برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي، ترڅو د داسې پېښو شاهدان نه شو.

په همدې حال کې يو شمېر سوداګر چې د تښتول شوي ماشوم د ليدلو لپاره راغلي وو د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل: د تښتوونکو له منګولو څخه د دغه اته کلن ماشوم د خلاصون لپاره د امنيتي ځواکونو چټک اقدام د ستاينې وړ دى، خو موږ غواړو چې د ورته پېښو مخنيوى وشي. 

د يادونې وړ ده، چې امنيتي ځواکونو د مزارشريف ښار په ټولو سيمو کې پوستې جوړې کړې او امنيتي تدابير يې د بلخ ولايت د اوسېدونکو لپاره د قناعت وړ بولي.
https://avapress.com/vdchmzniv23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته