افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د حزب الله غورځنګ نن (شنبه) د لبنان په جنوبي کلیو او د اسرایلي پوځ د ۷۶۹مې لوا په مرکزي دفتر باندې د اسرائیلو د برید په غبرګون کې یوه بیانیه خپره کړه. د کریت شمعون اډه په نښه کړې ده
حزب الله څرګنده کړه چې په دغو عملیاتو کښې له درندو بارکان توغندیو څخه کار اخېستل شوی او دغه توغندی په دقیق ډول په ټاکل شویو هدفونو لګېدلی دی.
د لبنان مقاومت هم په یوه بله بیانیه کښې اعلان وکړ چې په «ناتوا» ښارګوټی کښې د اسرائیلو د پوځیانو موقعیت د توغندی د حملې هدف و.
حزب الله په یوه بل بیان کې اعلان وکړ چې په شمیرا ښارګوټي کې یې د اسرائیلي پوځیانو پر یوه مرکز برید کړی دی.
یو ساعت مخکې د لبنان مقاومت د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د اسرائیلو «یفتاح» قرارګاه د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې وه.
د لبنان اسلامي مقاومت تر اوسه د غزې د خلکو په ملاتړ په سلګونو ځله د اسرائیلي پوځ پوستې په نښه کړي او اسرائیلي پوځ ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
حزب الله اعلان کړی چې تر هغه به د فلسطین په شمال کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي تر څو چې پر غزې بریدونه نه وي بند شوي.