افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د سرې میاشتې ادارې اعلان وکړ، چې صهیونیسټی رژیم د رفح په لویدیځ کښې د تل السلطان په سیمه کښې د فلسطین د سرې میاشتې د مرستې ګاډی په نښه کړ چې په نتیجه کښې یې دوه طبی کارکونکی شهیدان شول.
د فلسطین سرې میاشتې په دې خبرې سره چې صهیونیسټ رژیم په مستقیمه توګه د طبی کارکونکو او ژغورونکو وسایط په نښه کوی د غزې په تړانګه کښې د جنګ له پیله تراوسه د طبی کارکونکو د شهیدانو شمیر ۵۰۰ تنو ته رسیدلی دی.
دا په داسې حال کښې دی چې په تیرو اوو میاشتو کښې څه دپاسه ۳۶ زره فلسطینیان چې نیمایی یې ماشومان وو، د صهیونیسټی رژیم له خوا شهیدان شوی دی.