افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د دغه ولایت له یو شمېر دیني عالمانو او مخورو سره د صدراعظم د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کتنې خبر ورکړل شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه غونډه د څرخ ولسوال مولوي محمد عبدالله او د دې ولسوالۍ د علماوو او قومي مخورو په استازیتوب شیخ محمد قاسم رشید په مشرۍ د اسلامي امارت د نظام د ټینګښت په ملاتړ ترسره شوه. دوی وویل چې ولس د اشغال په ختمیدو خوښ دی او د امارت له نظام سره به پوره همکاري وکړي.
دغه راز د څرخ ولسوالۍ علماوو او قومي مشرانو هم د اشغال پر وړاندې د نه ستړي کېدونکو مبارزو او د ځانونو د قربانۍ د يادونې تر څنګ وويل، چې د دوی لپاره کوم مهم پرمختيايي کارونه نه دي ترسره شوي.
ویل شوي، چې دوی په بېلابېلو برخو کې د ښوونځیو، سړکونو، د یوه اساسي روغتون د جوړېدو او په بېلابېلو برخو کې د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې خپلې غوښتنې مطرح کړې دي.
په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر له یادو علماوو او قومي مخورو سره ژمنه وکړه چې د لوګر په ځانګړي ډول د څرخ ولسوالۍ د ستونزو د حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې هدایات ورکړي او په دې برخه کې به عملي اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو اوونيو کې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه کړي، د يادو ولايتونو له مشرانو او علماوو سره يې ليدلي او د هغوى د ستونزو له اورېدو وروسته يې د همکارۍ ژمنه کړې ده.