دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 291167
په هند او بنګله دېش کې د طوفانونو او سېلابونو له امله تر ۳۵ ډېر کسان وژل شوي دي
رسنیو راپور ورکړی، چې د هند او بنګله دېش په ځینو برخو کې د توپان او سیلابونو له امله تر ۳۵ ډېر کسان وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د هند او بنګله دیش د چارواکو په وینا، په دغو دوو سیمو کې د توپانونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۳۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له یو میلیون څخه زیاتو خلکو له خپلو کورونو څخه کډه کړې ده. 

د هندي چارواکو په وینا په هند کې د طوفانونو او سیلابونو له امله په لویدیځ بنګال ایالت کې ۷ تنه، په تلنګانه ایالت کې ۷ تنه او په میزورام ایالت کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

همدا راز د رسنیو په وینا په بنګله دېش کې د سېلابونو او توپانونو له امله شاوخوا لس کسان وژل شوي دي.

په عین حال کې، د پاپوا نیو ګیني چارواکو پرون اعلان وکړ چې د ځمکې ښویدنې "له 2,000 څخه ډیر خلک ژوندي ښخ کړي او لوی ویجاړ کړي".
https://avapress.com/vdcb08b5zrhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته