افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو د چین په رسمي بلنه د دغه هیواد د کونمینګ شپږم نندارتون چې ټاکل شوې د جولای له ۲۳مې نیټې څخه تر ۲۸مې نیټې پورې په دغه ښار کې جوړ شي د اسلامي امارت مسؤلین او څلویښت کورني شرکتونه هم ګډون وکړي.
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده نن (سه شنبه د جوزا ۸ مه) د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې په دغه نندارتون کې به د افغانستان تولیدات او محصولات په ۵۶ غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.
په همدې حال کې د هېواد يو شمېر صنعتکاران دغه نندارتون د افغان او چينايي سوداګرو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې مهم بولي او هيله لري چې د دغه نندارتون له لارې خپلو توليداتو ته نوي بازارونه ومومي.
د ذوب آهن اتحادیې اجراییوي رییس عبدالناصر رشتیا زیاتوي، چې چین د افغاني توکو د بازارونو لپاره یو مهم ګاونډی هېواد دی، که زموږ کورني شرکتونه وکولای شي په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات او محصولات معرفي کړي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په نړيوالو نندارتونونو کې د صنعتکارانو او د کورنيو شرکتونو د مسوولينو ګډون زيات شوى دى.
څه موده وړاندې د افغان ترکمن په نندارتون کې چې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې جوړ شوی و، د هېواد ۷۵ کورنیو شرکتونو ګډون کړی و.