افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د پیښو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق ویلي، چې دغه سیلابونه په بدخشان، بغلان، بامیان، سمنګان، تخار، فاریاب، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې رامنځ ته شوي چې ۲۱ تنه مړه او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي.
ده وويل چې د مرستندويه موسسو په مرسته د سيلاب ځپلو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو هڅې روانې دي.
په وروستیو اوونیو کې بارانونو او سېلابونو هېوادوالو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوبو رسولو د یو شمېر شبکو د ویجاړولو اعلان کړی و.
خو په بېلابېلو ولايتونو کې سېلاب ځپلي خلک وايي، چې خوراکي توکو، اوبو او سرپناه ته اړتيا لري.