افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي چې دغه پیسې به د افغانستان په لویدیځ، شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې له ۲۸ زره سیلاب ځپلو خلکو سره مرسته وکړي.
د اروپايي ټولنې استازي وويل، چې دغه پيسې به د روغتيا او سرپناه په برخه کې ولګول شي او له سېلاب ځپلو سره به نغدي مرستې وشي.
مخکې اروپايي ټولنې ویلي وو چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره به څلور سوه زره يورو مرسته وکړي.
سږ کال د هېواد بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او ويجاړوونکو سېلابونو شاهدان وو.
د يادونې وړ ده، چې دغو سېلابونو تر ټولو ډېر زيانونه په بغلان، غور، تخار، فارياب او بدخشان ولايتونو کې اړولي دي.