دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 291092
په پاپوا ګیني کې د ځمکې ښویدنې له امله ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي
د پاپوا نیو ګیني ټاپو هیواد د ملي ناورین مرکز مشر په وینا د ځمکې ښویدنې "له ۲۰۰۰ څخه ډیر خلک ژوندي ښخ کړل."
افغان غږ خبری آژانس: د پاپوا نیو ګیني د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي مرکز نن (دوشنبه) اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د ځمکې ښویدنې له امله د مړو شویو کسانو شمیر تر ۲۰۰۰ څخه ډیر خلک ژوندي ښخ کړل.

د دغه هېواد د حکومت احصایې د هغو ۶۷۰ کسانو د اټکل درې برابره ده چې مخکې د ملګرو ملتونو له خوا وړاندې شوې وې.

دغه حکومت هم په رسمي ډول د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

پاپوا نیو ګینا د دولت مشترک هیواد دی چې په آرام سمندر کې موقعیت لري. د دغه هېواد نفوس نږدې نهه میلیونه تنه دی.
https://avapress.com/vdci3zarrt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته