دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 291091
د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د یوې مجرمین د نیولو اعلان وکړ
د سرپل ولايت سيمه ييز مسوولين وايي چې د دغه ښار په درېيمه امنيتي حوزه کې د امنيتي ځواکونو له خوا د عملياتو په ترڅ کې شپږ تنه ناقانونه کسان له څه مودې تعقيب وروسته ونيول شول.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سرپل ولایت والي محمد یعقوب عبدالرحمن واحد وايي، چې تېره ورځ (جوزا ۶مه) د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د سرپل ولایت په مربوطاتو کې یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې ده. 

نوموړي پر دغو کسانو د لګېدلو تورونو په اړه وويل، چې دغه کسان "غله او مجرمان" دي.

ده زياته کړه: دغه عمليات تيره شپه ترسره شول او د جنايتکارانو د مقاومت له امله يو تن ووژل شو او شپږ تنه نور ونيول شول .

د سرپل والي زیاته کړه: هېوادوالو ته دې ډاډ ورکړل شي، چې امنیتي ځواکونه د خلکو د ژوند او مالي امنیت د تامین لپاره شپه او ورځ کار کوي او د عامه نظم په برخه کې هر ډول تخریبي کړنې به وځپي.

ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې له دغې ډلې څخه يو سراچه ډوله موټر او يو شمير وسلې هم ترلاسه شوي دي.

په ورته وخت کې د سرپل ولایت اوسېدونکو د ښار د امنیت په ټینګښت کې د حکومت د اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت د حکومت په جوړېدو سره د خلکو د ژوند او مال امنیت ښه شوی دی.
https://avapress.com/vdchwzniz23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته