دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 290826
د سږکال د داخلې ازموینه به د جوزا میاشتې له ۱۷ نیټې څخه پیل شي او په پنځو پړاوونو کې به ترسره شي
د ملي ازموينو د ادارې مشر عبدالباقي حقاني وايي، چې سږ کال (١٤٠٣) کانکور ازموينه به له د جوزا د میاشتی د ١٧م نيټي څخه پيل او په پنځو پړاوونو کې به له کانديدانو څخه واخستل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي ازموینو رئیس عبدالباقي حقاني د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۳ مه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د سږني کال کانکور ازموینه به په پنځو پړاوونو کې ترسره شي، لومړی پړاو په شپاړسو ولایتونو، دویمه مرحله یې د سرطان په لومړۍ او دویمه ورځ د کابل د مرکز او ولسوالیو له زده کوونکو څخه راټولیږي.
 
د هغه په ​​وينا، په درېيم پړاو کې به د بدخشان په ګډون د ١١ ولايتونو زده کوونکي د سرطان مياشتې په اوومه او اتمه، په څلورم پړاو کې به د اوو ولايتونو له محصلينو د سرطان مياشتې په ١٤مه، ازموينه واخيستل شي.
 
د دغه ریاست د مهالویش له مخې د کانکور ازموینه په لاندې ډول اخیستل کیږي:
 
۱- میدان وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کنړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات او غور د جوزا د میاشتې په ۱۷، ۱۸ او ۱۹ نیټه.
 
٢_ د سرطان په لومړۍ او دويمه ورځ کابل.
 
٣_ تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فارياب، اروزګان، بغلان، دایکندي او بدخشان د سرطان په اوومه او اتمه.
 
٤_ ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نيمروز د سرطان په ١٤مه او ١٥مه.
 
٥_ متفرقه به د سرطان په ٢٤ مه راټوليږي.
https://avapress.com/vdccixqie2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته