دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 290713
تېر کال د حیرتان له بندر څخه څه باندې ۵ میلیارده افغانۍ صادرات شوي دي
د حيرتان بندر د ګمرک مسوولين وايي، چې د حيرتان بندر له لارې به د هېواد د صادراتي توکو ارزښت په ١٤٠٢ کال کې له پنځو ملياردو افغانيو څخه زيات شوي، چې د تېر کال په پرتله زياتوالى ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د حيرتان ګمرک رئيس مولوي عبدالله بلال وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې له حيرتان بندر څخه د افغانستان د سوداګريزو توکو د صادراتو ارزښت څه باندې ۵ ميليارده افغانيو ته رسيدلی او دغه احصايي بهر ته د افغاني توکو د صادراتو زیاتوالی ښيي.

هغه زیاته کړه: د هرات له بندر څخه د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي او منځنۍ اسیا او اروپا ته د دغه هېواد د صادراتو زیاتوالی د پرمختګ نښه ده.

مولوي بلال وويل چې تېر کال او د شمېرو پر بنسټ؛ صادر شوي سوداګریز توکي له ۳ زرو څخه ډیر جوپو ته رسیدلي.

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر اسدالله اسدي وویل: په تېر حکومت کې سوداګر له اداري فساد او ناامنیو سره مخ وو او دا کار د سوداګرو د فعالیتونو د کمېدو او یا خنډ کېدو لامل و، خو اسلامي امارت دغه ستونزې حل کړي دي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت له جوړېدو سره د سوداګرو فعالیت او حضور زیات شوی او په هېواد او په ځانګړي ډول په بلخ ولایت کې د سوداګرۍ ښه زمینه برابره شوې ده.

په همدې حال کې د مزارشريف ښار يو شمېر سوداګرو وويل: د حيرتان بندر د هېواد د اقتصاد په وده او د سوداګرۍ په پراختيا کې ګټور دی او اسلامي امارت په حيرتان بندر کې د صادراتو او وارداتو اسانتياوې برابرې کړي دي. 

د يادونې وړ ده، چې آقينه، شېرخان او حيرتان د هېواد په شمال کې درې فعال سوداګريز بندرونه دي، چې هره ورځ له دغو بندرونو زرګونه سوداګريز توکي صادر او واردېږي.
https://avapress.com/vdchzvnix23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته