دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 290414
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د پراختیايي پروژو د تطبیق د چټکتیا غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د یونیسف ادارې له مشر سره په کتنه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په متوازن انکشاف، کیفیت او په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده د دغه وزارت سرپرست n ډاکټر تاج الدین اویلي په افغانستان کې د یونیسف دفتر مشر سره وکتل.

په دې کتنه کې د کلیو پراختیا وزارت سرپرست په متوازن انکشاف، کیفیت او په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د تطبیق په چټکتیا ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې د یونیسف ادارې مشر هم وویل، دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل کارونه په ښه توګه او په زیات حجم او همغږۍ سره ترسره کړي.

له بلې خوا د دغه وزارت د يوې بلې خبرپاڼې له مخې، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست د UNEPS له عمومي رييس سره په کتنه کې د ملګرو ملتونو له دغې ادارې څخه د بنسټيزو پروژو د تطبيق غوښتنه وکړه.

ملا محمد یونس اخندزاده جورج موریرا ډیسلوا ته وویل، تاسو باید په بنسټیزو او ټولنیزو پروژو کار وکړئ، ترڅو خلک ترې په دوامداره توګه ګټه پورته کړي، خپلې پروژې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سره په همغږۍ وټاکئ.

په دې کتنه کې د UNEPS رئیس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دې برخې د پروژو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل.
https://avapress.com/vdcfyxd0jw6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته