افغان غږ خبری آژانس - کابل: یکشنبه (د ثور ۲۲مه) د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ملي او صنایعو خونې د پرانیستې د پروګرام په څنډه کې په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر غلام رضا نجاري سره د صنایعو د نړیوالې اوونۍ په نمانځغونډه کې وکتل.
د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو ناستو کې د یاد هوکړه لیک پر سر د "د کانونو په برخه کې د ایران د انجنیرۍ سیسټم د دفتر" پرانېستلو او چمتو کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
تر دې مخکې د ایران د کانونو د انجینرۍ د سیستم ادارې اعلان کړی و چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال تر پایه به په کابل کې خپل نمایشي دفتر پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا برادر په مشرۍ د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي او سوداګریزو مسایلو د خبرو لپاره ایران ته سفرونه کړي دي.