افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ (د ثور ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه سازمان کولای شي له هرو درېیو خوارځواکو ماشومانو څخه یوازې یو ماشوم ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي وو، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.