افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس رشید نن د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام (WFP) له مشر هارلډ مینهارټ سره وکتل.
ښاغلي رشید په دې غونډه کې وویل چې د ځوانانو لپاره د بنسټیزو کارونو ترسره کولو ته اړتیا ده او د ځوانانو د ظرفیتونو د لوړولو ترڅنګ د دوی د اقتصادي ستونزو د حل لپاره باید مشخصه حل لاره جوړه او عملي شي.
نوموړي همدارنګه د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام له مسوولینو څخه وغوښتل چې د تخنیکي پروګرام په مرکزونو کې د ازادې سوداګرۍ (آنلاین سوداګرۍ) ځای پرځای کړي.
د ښاغلي رشید په وینا، د ازادو زده کړو پروګرام دا مهال په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار او کندز ولایتونو کې روان دی چې په راتلونکي کې به نږدې ۱۸ نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
په همدې حال کې د خوراک نړيوال پروګرام مسوول د دغه وزارت د ځوانانو د چارو د ادارې د فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ د افغان ځوانانو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې د دغې ادارې د همکاريو ډاډ ورکړ.