افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د رئیس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د ولسي جرګې له مرستیال او د ننګرهار د خلکو له استازي عبدالظاهر قدیر سره وکتل.
حاجي عبدالظاهر قدیر د اسلامي امارت د امنیت د تامین ستاینه وکړه او
وويل چې د افغانستان په ډېرو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي چې خلک ترې خوښ دي.
حاجي عبدالظاهر قدير خپل وړانديزونه او مشورې د صدراعظم د دفتر له سياسي مرستيال سره شريکې کړې او د افغانانو پر يووالي او د دولت او ملت ترمنځ د همکاريو پر پياوړتيا يې ټينګار وکړ.
له بلې خوا د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو د عزت او کرامت د ساتنې مسووليت لري او په افغانستان کې د ټولو افغانانو ژوند خوندي دی.
مولوي عبدالکبير له ټولو افغانانو څخه چې په بهر کې ميشت دي وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او په خپل وطن کې په عزت سره ژوند وکړي.
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې د اسلامي امارت دروازه د ټولو افغانانو پر مخ خلاصه ده او دوی د خپلو هېوادوالو د مشورو او وړاندیزونو هرکلی کوي.