افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس محمد سهیل شاهین په دوحه کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون له رئیس نیسفور مغندی سره وکتل.
شاهین په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون د بورډ له مشرې نصیر موغاندي او د دې ادارې د تعامل او ستراتیژیکو همکاریو له مشرې هوما زکریا نادر سره یې ګټورې ناستې وکړې.
هغه زیاته کړه: "موږ د سره صلیب د نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه مرستو په اړه چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه له کونډو، یتیمانو او د زړه له ستونزو سره مخ ماشومانو سره د مرستې په اړه خبرې وکړې."
دغه راز په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مشر په وینا؛ موږ دواړو ټینګار وکړ چې د بشردوستانه مرستو او اړینو پرمختیایي پروژو لپاره مخ په زیاتیدونکي اړتیا ده.