افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د چارو وزارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند پرون د کابل – سروبي سړک څخه لیدنه وکړه او د دې پروژې په بشپړیدو یې ټینګار وکړ.
د دغه وزارت د اقتصادي مرستیال د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې سفر کې د ملا عبدالغني اخند ورور ملا محمد عیسی ثاني، د ټولګټو وزارت سرپرست ملا امین الله عبید، د کابل والي ملا محمد نعیم اخند (حاجي ګل محمد) د ننګرهار والي او یو شمېر نورو مسوولینو ورسره مل وو
د خبرپاڼې له مخې؛ د فواید عامې وزارت په پام کې لري چې د کابل – سروبي سړک د پروژې پاتې کارونه په ټاکلي موده کې له لته بند څخه پیل او پای ته ورسوي.