افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ګردېز ښاروالۍ چارواکي وايي چې د ګردېز ښار په څنډه کې د «UN-Habitat» په مالي مرسته د ۴۹ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
د باختر آژانس د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: ددغې شبکې په بشپړيدو سره به ٢٠٠ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى ولري.
په همدې حال کې پرون په کونړ ولايت کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کار پيل شو.