افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترکیې دغه هوايي شرکت اعلان کړی چې له استانبول څخه کابل ته په اونۍ کې څلور الوتنې کوي.
ترکي رسنیو د دغه شرکت په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې دغه الوتنې هره اونۍ د سه شنبې، چهارشنبې، جمعې او یکشنبې په ورځو ترسره شي.
باید وویل شي، چې په تېر کال کې او د پخواني رژیم له نسکورېدو وروسته یو شمېر هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې وې.