افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برشنا ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه شرکت د مشرتابه او د ترکمنستان د یوه پلاوي ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د برشنا شرکت عملیاتي مشر مولوي عبدالرحمن رحماني وویل، د نور الجهاد سب سټېشن پروژه د بشپړېدو په حال کې ده او ټاکل شوې چې دغه سب سټېشن د دواړو خواوو له تخنیکي ستونزو وروسته فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د برشنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په پرانېستلو سره به له ترکمنستان څخه هرات ته د وارداتي برېښنا اندازه لوړه شي او زرګونه نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن شي.