افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایت د مخابراتو، ټکنالوژۍ او معلوماتی چارو ریاست مسؤلین وایی چې د اسلامی امارت له واکمنی وروسته د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې د مخابراتی شبکو پنځه مرکزونه د نصبولو ترڅنګ فعال شوی دی.
چارواکي وايي، د اسانتیاوو برابرول او اطلاعاتو ته لاسرسی د اسلامي امارت د حکومت له سترو موخو څخه دی.
په همدې حال کې دبغلان ولايت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست ٨٠٧ تنو ځوانانو ته په ١٤٠٣ تنو کې دکمپيوټر شپږ مياشتنى کورسونه برابر کړي دي .