افغان غږ خبری آژانس - کابل: په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفارت وايي چې د دغه سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د دغه وزارت د تحقیق او پراختیا څانګې له مشر ډاکټر سید علي العطاس سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي العطاس وویل، مالیزیا اسلامي امارت ته بلنه ورکوي چې د دغه هېواد په کوربه توب د «وقف» په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې مالیزیا پانګوال غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې له مالیزیا څخه یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته راغلی و او د اسلامي امارت له مسؤلینو سره یې بېلابېلې ناستې درلودې.